fbpx

یوې کمپنۍ د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوی اپلیکشن جوړ کړی دی

په داسې حال کې چې افغان خبریالان له ګڼو امنیتي ننګونو سره مخ دي او ژوند یې هره شېبه په خطر کي وي، یوې افغاني کمپنۍ د دوی د ژوند د خوندیتوب لپاره په ټکنالوژۍ سمبال اپلیکشن جوړ کړی چې له دې لارې وڅارل شي.

د (درک) په نوم دغې افغاني کمپنۍ په لومړي ځل د خبریالانو د خوندیتوب لپاره داسې يو اپليکيشن جوړ کړی چې د ځيرک موبایل له لارې په ژوندۍ بڼه د هغوی تګ راتګ څاري او دقیق ځای یې معلوموي.

د دې کمپنۍ مسولین وايي، یاد اپلیکشن له لارې د رسنیو استازي کولی شي خپل خبریالان وڅاري او شېبه په شېبه یې احوال واخلي.

د دغې اپلیکشن مهمه ځانګړنه داده چې د خطر پرمهال خبریال کولی شي چې شبکې او د پولیسو ادارو ته په څو ثانیو کې خبر ورکړي.

په درک اپلیکشن کې د افغانستان د جغرافیايي موقعیت (۱۳) ډوله نقشه شتون لري او له دې لارې کیږي چې رسنۍ د ځان لپاره زرغونه سیمه جوړه کړي او د خپلو خبریالانو د خوندیتوب لپاره ترې ګټه واخلي.

د درک ادارې د معلوماتو له مخې دغه اپلیکشن ګڼې نورې استانتیاوې هم لري او کولی شي چې له دې لارې خپلې ورځنۍ چارې مديريت کړي، له خبریالانو سره په کمه موده کې اړیکه ټینګول او خوندي پیغام خونه هم يې نورې ګټورې چارې دي.