fbpx

د کرکټ قرارداد دې له شمشاد نه واخيستل شي

کرکټ داسې يوه لوبه ده چې له تېرې يوې لسيزې راهيسې يې په افغانستان کې مينوال خورا زيات شوي او ورځ تر بلې ډېرېدونکي دي. د يوې کورنۍ د ټولو غړو طبيعت يو شان نه وي، نارينه يې سياسي خپرونې او خبرونه ګوري او ښځينه يې تر ډېره سريالونه تعقيبوي، خو يوازينۍ ننداره د کرکټ ده چې د ډېرو کورنيو نږدې ټول غړي هم نرينه او هم ښځينه، هم مشران او هم کشران يې يو ځای کوي.

د کرکټ د خپراوي په برکت هغو ټلوېزيونونو چې په دري او فارسي نشرات کوي او په پښتون مېشتو سيمو کې يې مينوال او ليدونکي نه درلودل، بې شمېره ليدونکي پیدا کړل او اوس هلته ياد ټلوېزيونونه دي.

شمشاد يو له هغو ټلوېزيونونو دی چې په پښتو نشرات کوي او په پښتون مېشتو سيمو کې زيات کتل کېږي، ډېر کله پر کرکټ بورډ نيوکې کېدلې چې ولې شمشاد ټلوېزيون ته د شپږيزې يا افغانستان پريمير ليګ سياليو د نشر حقوق نه ورکول کېږي او له شمشاده هم د مينوالو غوښتنه دا وه چې ولې کرکټ نه نشروي، ځکه کرکټ په پښتون مېشتو سيمو کې ډېر ليدل کېږي او شمشاد په همدغو سيمو کې پراخ نشراتي پوښښ لري.

خو اوس چې د (لس اوريزه ليګ) سيالۍ پيل شوې دي او شمشاد يې د نشر حق اخيستی، مينوالو ورته ډېره تمه درلوده او فکر يې کاوه چې د خوښې ټلوېزيون يې دا وار کرکټ سيالۍ نشروي، خو شمشاد د دې پر ځای چې د مينوالو زړونه وساتي، د دوی ملاتړ ترلاسه کړي، پر پروژه يي نشراتو يې د کرکټ مينوالو زړونه له ځانه خفه کړل.

شمشاد د کرکټ منځ کې د چين ټلوېزيون خبرونه نشروي، ورپسې بیا د (بي بي سي) ټلوېزيون خبرونه هم د کرکټ په منځ کې نشروي، خپلو خبرونو ته هم د کرکټ په منځ کې ځای ورکوي او همدا شان د (سوله او سيال) په نوم پروژه يي سريال نشر هم نه قضاء کوي. د دې سربېره څو نورې خپرونې هم د کرکټ په منځ يا مخکې اچوي، اعلانات يې هم تر حده زيات دي.

دا هغه څه دي چې دا څو ورځې په ټولنيزو رسنيو کې د شمشاد او کرکټ د مينوالو پر پاڼو ليکل کېږي، دوی چې مخکې يې د شمشاد لپاره د کرکټ خپراوي غوښتنې کولې، اوس شمشاد ته وړانديزونه کوي چې نور دې خپلې پروژه يي خپرونې نشروي، کرکټ دې نورو ټلوېزيونونو ته پرېږدي چې نشر يې کړي.

د شمشاد مسولينو بايد د کرکټ د نشراتي حق اخيستلو څخه د مخه بايد دې ټکو ته پام کړی وای، پروژه يي خپرونې يې بايد منظمې او د يو پلان له مخې نشر کړې وای، که دا کار شونی نه و، نو بیا يې د دې پر ځای چې د مينوالو زړونه خفه کړي وای، هېڅ کرکټ نه وای خپور کړی.