fbpx

عالمان: انتحاري بریدونه حرام دي

میرویس جلالزی 

د افغانستان په سلګونو دینی عالمانو په یوه لویه غونډه کې ځآنمرګي بریدونه حرام او د اسلامي اصولو او اساساتو سره په شدیت مخالفت کې وبلل.

په تیرو اونیو کې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د ملي قواوو برسیره پر دیني عالمانو هم ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د مولود شریف په ورځ په کابل کې د دیني عالمانو او ملایانو پر یوه لویه غونډه انتحاري حمله وشوه چې پکې نږدې اتیا تنه مړه او زخمیان شول.

اوس د هرات ولایت عالمانو دغه بریدونه د اسلام خلاف بللي دي.

 د افغانستان په هرات کې د لویدیځي حوزې عالمانو په یوه ستره غونډه کې د نړۍ له ټولو اسلامي هیوادونو وغوښتل چې په واحد غږ د دغو بریدونو پر ضد فتوا ورکړي او د هغود مخنیوی لپاره کار وکړي.

دغه ستره غونډه چې ورته تاریخي ویل شوي د هرات په جامع جومات کې جوړه شوي وه.

دیني عالمانو وویل چې دغه بریدونه یو ډول ځان وژنه ده چې په لومړي سر کې هیڅ څوک په اسلام کې حق نه لري چې ځان ووژني او وروسته خلک ووژني.

هغوي ویل چې د دغو بریدونو تر سره کونکي د دوو ګناه وو مرتکبین دي چې ځای یی جهنم دی.

دغه غونډه پر داسي مهال شوي چې پرون د کابل د عالمانو شورا مرستیال مولوی حقاني په رڼا ورځ په کابل کې ترور شو.

د لویدیځي حوزي عالمانو همدا راز د دیني عالمانو وژنه هم په کلکو الفاظو محکومه کړه او د هغو کسانو د ژر تر ژره نیولو او محاکمې غوښتونه يي وکړه کوم چې دیني علمانو په نښه کوي.

د هرات د حج او اوقافو ریس سید محمد عمر شیرزادی وویل چې د قران په متکررو آیتونو کې ځان وژونکي بریدونه حرام او ممنوع ګڼل شوي او د بیلګي په توګه یي د مایدي سورې درویشتم آيت څخه پّه نکل وویل: (( هر څوک چې یو نفس پرته له دې چې فساد یي کړی وي په ناحقه ووژني په دې مانا ده چې ټول بشریت یي وژلی دی او که څوک یو کس ته له مرګ څخه نجات ورکړي په دې مانا ده چې بشریت یي ساتلی دی)).

دیني عالمانو هغه ځوانان چې غولول کیږي او دغه راز بریدونو ته هڅول کیږي، د ترهګرو ډلو تر فشار لاندي کسان وبلل چې پر وینا یي باید ځانونه په خپل قوت او د اسلام په رڼا کې له هغوي څخه خلاص کړي او د ټولني د فلاح او خیرښي ګڼي لپآره کار وکړي.

میرویس جلالزی