fbpx

لوګر کې ۰.۱ قطعې عملیات کړي

لوګر کې د ځانګړو ۰.۱ قطعې عملیات کړي، چې د چارواکو په وینا پر وسله والو طالبانو شوي خو د سیمې خلک وايي، ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

دغه عملیات تېره شپه د  لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په پادخواب شانه سیمه کې تر سره شوي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي، عملیات پر وسله والو طالبانو شوي، چې شپږ تنه یې وژل شوي او ۹ نور امنیتي ځواکونو له ځان سره بېولي دي.

خو په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو ادعا کړې، چې وژل شوي او بېول شوي ټول ولسي وګړي دي.