fbpx

سوشما سوراج د شاه محمود قریشي بلنه رد کړه

راپورونه وايي چې هند د بهرنیو چارو وزیرې د پاکستان د بهرنیو چارو دوزیر بلنه رد کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو سرحدي دهلیز پرانیستو مراسمو ته بلل شوې وه. خو هغې له ورتګ انکار کړی.

هندوستان ټایمز لیکلي سوشما سوراج د پاکستان د بهرنیو چارو دوزیر شاه محمود قریشي له بلنې مننه کړې خو ویلي یې دي چې د دغې بلنې په ځواب کې به دوه هندي وزیران پاکستان ته ورشي.

هندوستان ټایمز لیکي په دواړو هېوادونو کې میشت سکان به له ویزې پرته دغو مذهبي ځایونو ته تللی شي.

دا سرحدي دهلیز د پاکستان او هند په پنجاب ایالتونو کې د سکانو دوه مذهبي ځایونه سره نښلوي.

خو پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د دې ځمکني دهلیز پرانستل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو اشنا خو مثبت پرمختګ بللی.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستان د دې لارې د پرانیستو وړاندیز وکړ او هند دا وړاندیز ومانه چې په پام کې ده د راتلونکې پنجشبنې په ورځ یې په مراسمو کې پرانسته وشي.