fbpx

په فراه کې د امریکایی سر تيرو هوايي ځواک ځاي پر ځای کیږي

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر چې فراه ولایت ته د امنیتي وضعیت د جاج اخستلو به موخه تللی وایي، په دغه ولایت کې به وسله وال طالبان وځپل شي.

مېلرفراه ولایت ته تللی او هلته یې په پي ار ټي کې له بهرنیو ځواکونو او د فراه د ولایتي ادارې له چارواکو سره خبرې کړې.

نوموړي ویلي، د فراه د امنیت په خاطر به هلته د خپلو هوايي ځواکونو یوه ډلګۍ هم ځای پر ځای کړي تر څو له افغان ځواکونو سره یو ځای د وسله والو طالبانو په ځپلو کې برخه واخلي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه به په فراه ولایت کې پر وسله والو طالبانو بریدونه وکړي او دغه ډله به وځپي.

مېلر په خپلو خبرو کې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو مبارزه او سرښندنې هم ستایلې او ټینګار یې کړی، چې له افغان ځواکونو سره به خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.