fbpx

قوماندان شمشیر ونیول شو

قوماندان علي پور مشهور په شمشیر په کابل کې نیول شوی دی.

راپورونه وايي چې قوماندان علي پور د ملي امنیت ریاست د ځواکونو له خوا د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوی دی.

په همدې حال کې عیني شاهدان رسنیو قوماندان عليپور نن سهار د کابل ښار له قلعه قاضي سیمې څخه نیول شوی دی.

نوموړی له څه وخت راپدیخوا د میدان وردګ ولایت د بهسود او جلریز په اړوند سیمو کې له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د دغې لارې ساتنه کوله.

یاده دې وي چې په قوماندان علي پور تور دی چې د مرکزي ولایتونو په لویو لارو کې یې مسافرین ځوروي او د غیر مسوولو وسله والو مشری هم په غاړه لري.

Loading...