fbpx

په فاریاب کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي چې د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو له خوا ۴ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردونه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا نښته د پشتون کوټ ولسوالې د سرحوض کلي په مربوطاتو کې شوې او په پایله کې یې د طالبانو څلور وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو دوه مهم ډلمشران قاري نبي مکرم او ملا نذیر هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په د یادې مرګ ژوبلې اړه څه نه دي ویلي.