fbpx

هلمند کې ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې بهرنیو ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او ۱۵ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دغه پېښه تېره ورځ ناوخت مهال د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

ځايي اوسېدونکي او د پېښې د قربانیانو خپلوان وايي، طالبانو د دوی د کورونو له څنګ څخه افغان ځواکونو ډزې کولې، چې د بهرنیو ځواکونو جیټ الوتکو پرې بمبار وکړ.

دوی وايي، په دغه بمبار کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د دغه پېښې د قربانیانو خپلوان چې ټپیان یې مرکز لښکرګاه ښار کې ایمرجنسي رغتون ته راوړي له حکومته یې په دې اړه د جدي پلټونو او د عاملینو د نیولو غوښتنه کوله.

په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، پرون ناوخته د نادعلي ولسوالۍ مانده په سیمه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دا چې دا هوايي بمبار و او که د هاوان کومه مرمۍ هلته لګېدلي تر اوسه نه ده معلومه.

د ځواک په خبره د پېښې د څېړلو له پاره سیمې ته یو پلاوی لېږل شوی او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.
 

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.