fbpx

د ۱۳۹۸ مالي کال بودجې د مشرانو جرګې له خوا تایید شوه

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجې طرحه د سناتورانو د نظریاتو له وړاندې کولو سره یو ځای د مشرانو جرګې له خوا تایید شوه.

سناتورانو په عمومي غونډه کې د ۱۳۹۸ مالي کال پر بودجه تر خبرو وروسته د رایو په اکثریت سره دغه بودجه تصویب کړه.

سناتورنو ۵۵ پروژې د خپلو مشورتي نظریاتو په توګه د ملي بودجه د تایید تر څنګ مالیې وزارت ته وړاندیز کړې او دا په داسې حال کې ده، چې مالیې وزارت له وړاندې ویلي و، چې سناتورانو نیمايي نظریې به د ملي بودجه په طرحه کې شاملوي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار په غونډه کې وویل، چې مشرانو جرګه به هڅه وکړي ولسي جرګې ته هم په دې اړه قناعت ورکړي او هڅه به وکړي، چې د سناتورانو د وړاندیزو پر بنسټ کم تر کمه یوه پرمختیايي پروژه په دې بودجه کې ومني.

د ۱۳۹۸ مالي کال ملي بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، چې له دې ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ د دولت عادي لګښتونه او ۱۲۴ میلیارده افغانۍ یې د پرمختیايي پروژو برخه ده.

د ۱۲۴ ملیارده پرمختیايي بودجې ۱۶ میلیارده یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده، چې د ځینو هېوادونو او نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا به ولګول شي.

له دغه بودجې څخه به آقینې بندر او اندخوی د ریل ګاډي پټلیۍ، د برېښنا رسونې پروژې، د سړکونو جوړول او د اوبو بندونو جوړولو لګښت ورکول کېږي.