fbpx

له ولسمشرۍ ټاکنو پرته بله لار نه لرو

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله وايي، د ولسمشرۍ له ټاکنو پرته بله لار نشته او د موقتې ادارې په اړه خبرې بې ځایه او بې وخته دي.

عبدالله دغه څرګندونې د خپل کار په دفتر کې کړې او د خپلو وروستیو سفرونو او لاس ته راوړنو په اړه یې معلومات ورکړي دي.

د اجرائیه ریاست د فیسبوک د معلوماتو پر بنسټ نوموړي ویلي، چې افغانانو لسیزې په سختیو او تکلیفونو کې تېر کړي خو په وینا یې د دولتي بنسټونو او نړیوالو همکارانو تر منځ یوې ګډې کاري کمېټې په ګډ کار سره به د هېواد په امنیتي وضعیت کې مثبت تغییرات راشي.

په ورته وخت کې ښاغلي عبدالله د موقتې ادارې د راپورونو په اړه ویلي، چې په اوس وخت کې د لنډمهاله ادارې په اړه بحثونه بې وخته دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې له ټاکنو پرته بله لار نه لرو، په ټاکنو کې هر ډول ځنډ د هېواد او ولس په ګټه نه دی.

اجرائیه رییس وايي، هر هغه څوک چې غواړي د هېواد په راتلونکې کې فعاله ونډه ولري باید له سیاسي لارو خپلو مبارزو ته ادامه ورکړي.

اجرائیه رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې پرون د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش هم په یوه غونډه کې ویلي، چې د لنډمهاله ادارې رامنځ ته کولو اوازې دروغ او دا د بېرته شاه تګ په مانا دي.