fbpx

د استراليا او هندوستان تر منځ د شل اوريزو سياليو سيريز مساوي پايته ورسېد

د استراليا او هندوستان لوبډلو تر منځ د درې شل اوريزو سيالیو سيريز چې دويمه لوبه يې د ورښت له امله په مساوي ډول پايته رسېدله وه، يو پر يو پايته ورسېد.

د دې سیريز لومړنۍ سيالي استراليا وګټله، دويمه د ورښت له امله بې پايلې وه او په درېيمه سيالۍ کې هندوستان استراليا ته په (۶) وېکټو ماته ورکړه.

په درېیمه سيالۍ کې استراليا لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د (۶) لوبغاړو په سوځېدو يې ټولې (۱۶۴) منډې جوړې کړې، شارټ (۳۳)، فېنچ (۲۸)، کيري (۲۷) او سټوينيز (۲۵) منډې جوړې کړې.

د هندوستاني توپ اچوونکو له لوري هرډېک پانډيا څلور او کولديف يادف يو لوبغاړی وسوځاوه.

په ځواب کې د هندوستان لوبډلې په وروستي اوور کې ياد هدف ته ځان ورسوه، وېرات کوهلي ناسوځېدلې (۶۱)، شکر ډاون (۴۱)، روهېت شرما (۲۳) او دېنېش کارتيک بیا (۲۲) ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د استراليا له لوري (ټای، ميکسوېل، زامپا او سټارک) يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د يادونې وړ ده چې دا په (۲۰۱۸)م کال کې په شل اوريزو سيالیو کې د وېرات کوهلي لومړۍ نيمه سليزه ده.

Loading...