fbpx

د افغانستان او مرکزي اسيا ترمنځ د اوبو مسايل

ليکوال: محمد داود نيازی

د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو تر منځ د امو سیند د افغانستان او مرکزي اسیا هیوادونو ترمنځ (۱۲۰۰) کیلومتره پوله جوړوي . د افغانستان سيند  له خوا مرستیالان عبارت دي له کوکچې سیند،کندوز سیند، بلخ سیند او اب سفید څخه او د منځنۍ اسیا څخه مرستیالان : قزل سو سیند،وخش یا سرخاب، کانفرنها، سرخان سیند او زرافشان دي چې د مرکزي اسیا له مهمو سیندونو څخه ګڼل کيږي .چې (۲۴۰۰) کیلومتره په افغانستان، تاجکیستان او ازبکستان له پامیر څخه تر ارال بحیرې پورې جریان لري  چې سرچینه یې د زرقول او چقمجتین جهیلونه دي  چې د پامیر په لوړو کې موقعیت لري .امو سیند د افغانستان له لویو سیندونو څخه ګڼل کيږي چې ظرفيت يې (۲۲) میلیونه متره معکب ته رسيږي  چې زموږ ګاونډی هېوادونه  ورڅخه ګټه اخلي.  ازبکستان،ترکمنستان او تاجیکستان ترې په کرنه کې ګټه پورته کوي، ازبکستان تر(دوه اعشاريه درې) میلیون هکتاره ځمکه،ترکمنستان ترې (يو اعشاريه اووه) میلون هکتاره ځمکه او په تاجیکستان کې (صفر اشعاريه پنځه) میلیون هکتاره ځمکه خړوبوي، خو له بده مرغه افغانستان بیا ترې (يو اعشاريه دوه) میلیونه هکتار ځمکه خړوبوي، ځکه د دې سیند موقعیت داسې دی چې ډېره ګټه ترې پورته کېدی شي.

په دې وروستيو کې ترکمستان او ایران یو بل سره د مرغاب سیند په اوږدو کې يو کانال جوړ کړی چې دواړه هیوادونه ترې ګټه پورته کوي، د کانال په جوړونې کې افغانستان ته پاملرنه هم نه ده کړې، څو ځلې يې خپلو کې خبرې کړي، خو افغانستان ته یې هېڅ هم نه دي ویلي .

له بل پلوه په مرکزي اسیا هېوادونو کې هم د اوبو پر سر شخړې شتون لري، لکه د تاجیکستان او قرغزسستان ترمنځ  د (سری) سیند پر سر . په همدې ډول د قرغزسستان او ازبکستان ترمنځ د اوبو ستونزه، خو تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بیا د ایران او پاکستان سره توپیر لري، دوی د برېښنا پوره زېرمې لري، خو افغانستان ته پکار ده چې د خپلو اوبو ستونزه ورسره حل کړي، د اضافه اوبو په مقابل کې چې تاجکستان، ترکمنستان او ازبیکستان ته د امو له سیند څخه ورځي باید په مقابل کې يې برېښنا یا پیسې افغانستان ته ورکړي چې اوسمهال افغانستان خپله ډېره وارداتي برېښنا هم له همدې هېوادونو څخه راواردوي او د دې تر څنګ د افغانستان ټولې ټرانزیټي لارې هم شمال لوري ته شوي، نو که په راتلوونکي کې افغانستان له دوی سره د اوبو مسئله را اخلي، نو دوی به بیا دا لارې او وارداتي برېښنا د فشار د وسیلې توګه د افغانستان په مقابل کې وکاروي . اوس راځم دې ته چې اصلي مسله ده، ګاونډیان حق لري چې زموږ له اوبو څخه ګټه واخلي، نو په دې ډول یې څېړو : د (۱۹۲۱)ز کال بارسلونا  د کنونېشن  د اصولو له مخې هېڅ یو هېواد نه شي کولای چې اوبه ودروي او یا یې لار ور بدله کړي چې د یو هېواد له سیاسي پولې څخه اوړي او بل هېواد ته ځي. په نړۍ کې (۴۰) سلنه خلک د ګاونډیو هېوادونو له اوبو څخه ګټه پورته کوي . بارسلونا کنونېشن پر  بنسټ  هغه هېواد د اوبو د کارونې اجازه نه لري، تر هغې چې د ګاونډي هېواد ځمکه نه وي خړوبه شوې.