fbpx

د ولسي جرګې ځينې غړي او حکومتي چارواکي د کانونو پروژو کې لاس لري

د کانونو او پطرولیم وزارت په داسې حال کې د کانونو د پروژو روڼتیا په برخه کې د کمپیوټري سیستم خبر ورکوي، چې لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د مخالفینو او زورواکو له لوري په نا قانونه توګه د کانونو کیندنه کېږي.

د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، ځیني لوړپوړي حکومتي چارواکي او د ملي شورا غړي د کانونو په لویو او کوچنیو پروژو کې لاس لري، چې دا د قانون خلاف کار دی.

د کانونو وزیره نرګس نهان وايي، تر اوسه په روان مالي کال کې د کانونو عواید څه باندې (۲.۴) میلیارده افغانۍ  شوي، چې د کال تر وروستیو به دا کچه نوره هم لوړه شي.

په همدې حال کې د کانونو وزارت د یوه داسې کمپیوټري سیستم څخه خبر ورکړ، چې د کانونو د پروژو په مدیریت او روڼتیا کې به مرسته وکړي.

د کانونو او پطرولیم وزارت زیاتوي، د کانونو په نوي کمپیوټري ډیجټلي سیستم کې يې د تېرو لسو کلونو ټولو او اوسنیو قراردادونو په اړه معلومات ځای پر ځای کړي دي، چې له لارې به يې خلکو، حکومت او نړیوالو سره د کانونو په برخه کې معلومات شریکوي.