fbpx

د قومندان علي پور پلویانو په لسګونو پولیس ټپیان کړي

د یاغي کوماندان علي پور پلویانو د نوموړی د خلاصون لپاره لاریون کړی او له پولیسو سره په اخ اوډب اوښتي.

دغه کومندان چې په میدان وردګو، غور او یو شمیر نورو سیمو کې د انسانانو پر شکنجې او لوټولو تورن دی تیره ورځ د کابل ښار له لویدیځ اتلسمی حوزې څخه د پولیسو د صفر یو قطعي له لوري نیول شوی دی.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل وایي چې نږدي ۲۵ پولیس سرتیري د لاریون کونکو له لوري ژوبل شوي چې یو شمیر یي د کلاشینکوف په رسام مرمیو ویشتل شوي چې زخمونه یي سوځیدلي هم دي.

لاریون کونکو همدا راز د پولیسو یو شمیر پوستي او موټر هم سوځولي دي.

کومندان علي پور له میاشتو راهیسي د حکومت تر تعقیب لاندي وو خو د نیول کیدو په برخه کې یې پرمختګ نه وو شوی.

یوي باوري سرچیني چې د ملي ایتلاف په دننه کې د هزاره ګانو له خاښي سره نږدې اړیکي لري خبریال ویب پآڼي ته وویل چې کوماندان علي پور باندي څو ځله په میدان وردګو، غزني او غور کې ځانګړو قواوو چاپي  اچولی وو خو نوموړی ترینه خلاص شوی وو تر څو چې د پارلمان وکیل احمد بهزاد په ظمانت کابل ته راوړل شو او دغلته میشت شو.

اوس ویل کیږي چې دغه باغي او خپل سری کوماندان له دولتی ځواکونو سره په اسارت کې پروت دی.

لاریون کونکو ویلي چې دوي به کوماندان علي پور د خلاصون پوري  خپلو اعتراضونو ته دام ورکوي.

تیره ورځ ناوخته لاریون کونکو د ملي امنیت له ریس معصوم ستانکزي او لومړي مرستیال سرور دانش سره کتلي او د فیصلي په اړه یي جزیات نه دي ورکړل شوي.

میرویس جلالزی