fbpx

د وروستیو وژنو او چاودنو تر شا څه دي؟

ليکواله : نويده خوشبو

د افغانستان د سولې په اړه د امریکې د ځانګړي استازي زلمي «خلیل زاد» هڅو د سولې هیلې خپرې کړي دي.

یو عجیب ډاډ او باور رامنځته شوی دی، د سیاستوالو، کارپوهانو، چارواکو او عامو خلکو له خبرو داسې بریښي چې د جګړې تغر په ټولېدو دی او یو نوی پیل په شروع کېدو دی.

د زلمي «خلیل زاد»  هڅو ډېر په دې باوري کړي چې وروسته له دې لوی ځواکونه په افغانستان کې  جګړه ختمول او د سولې راوستل غواړي.

«خلیل زاد» چې له ۲۰۰۳ زیږدیز کال راهیسې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په چارو کې دخیل دی، وړاندې یې هم د افغانستان د روانې جګړې د ختمېدو لپاره خپل غږ پورته کړی او هڅې یې کړي دي، خو دا ځل یې ناسته او هر منډه بې ګټې نه شوه. پوښتنه دا پیدا کیږي چې؛ کمال د «خلیل زاد» په هڅو کې دی که د امریکې اراده بدله شوې ده؟

پاکستان ته د امریکې د ولسمشر ډونالډ «ټرمپ» سختې خبرې، ګواښونه او په دې هیواد د مرستو بندول، د سولې ټينګښت لپاره په دې هیواد فشارونه بلل کیږي.

 هیله مندۍ هغه مهال نورې هم ډیرې شوې کله چې د امریکې ولسمشر ډونالډ «ټرمپ» په افغانستان کې د  جګړې په پای ته رسېدو ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه چې افغانان نور له جګړو ستړي دي نو باید روانه جګړه ختمه شي.

 که خبره یوازې د افغانانو د ستړیا وي نو، مونږ خو د پخوا راهیسې له جګړو ستړي یو،له ژړا او فریاد مو ټوله نړۍ خبره ده، په وینو رنګ، ټپي ـ ټپي یو، دا چې روانه جګړه افغانان څومره کړوي او ځوروي له دې هیڅوک بې خبره نه دي!  خبره اوس یوازې د افغانانو د ستړیا نه ده، امریکا او ملګري یې هم ستومانه ښکاري، کیدای شي په دې توګه د افغانستان له جګړې ځان خلاصول غواړي، او یا هم امکان د دې وي چې؛ د افغانستان په روانه جګړه کې یې ګټې تر تاوانه ډیرې شوي وي؟

د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان په روانه جګړه کې تر اوسه ۲،۳۷۲ امریکايي سرتیري وژل شوي، ۲۰،۳۲۰ نور ټپي شوي دي، او په دې جګړې د امریکې ۴،۷۹ تریلیونه ډالره لګېدلي دي، له افغانستان پرته امریکا پاکستان ته هم هر کال په میلیونونه ډالرې ورکوي.په ورته وخت کې د عراق په جګړه کې په سلګونه امریکايي سرتیري وژل شوي او دې هیواد ته یې ډیر مالي زیانونه هم اړولي دي. د «ټرمپ» له شعارونو یو شعار چې« تر هر څه لومړی امریکا او دا هیواد به د پخوا په څېر پیاوړی کوي دی.» د دې جګړې لوړ لګښت د امریکا اقتصاد ته سخت زیان رسولی او د دې هیواد اقتصاد یې له ځوړتیا سره مخ کړی دی. په افغانستان کې د جګړې ختمول به د دې هیواد د اقتصاد پیاوړتیا سره ډیره مرسته وکړي، «ټرمپ» په ځلونو ویلي چې «د نورو ستونزې مونږ پورې اړه نه لري او مونږ باید خپل اقتصاد پیاوړی او اوزګارو خلکو ته دندې ورکړو» «ټرمپ» چې یو بریالی سوداګر دی د خپل هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د جګړې دا لویه بیه نور پرې کول غواړي،ښکاره ده چې مرستې هغه وخت بندیږي کله چې جګړه نه وي!

 

اخوا طالبان هم د سپینې مانۍ له دې پریکړې خبر شوي دي! له همدې امله یې خپل پوځي فشارونه ډیر کړي دي او  فرصت د ځان په ګټه کاروي. نور کلونو چې د ژمي په ساړو کې جګړه  څه نا څه سړه وي خو سږکال په ژمي کې هم مخامخ جګړې، بریدونه او چاودنې کوي او په دې توګه غواړي خپله پیاوړتیا ثابته کړي ترڅو وکولای شي د سولې په خبرو کې د یو پیاوړي ځواک په توګه وپيژندل شي او ډېر امتیاز تر لاسه کړي. که چیرته دا وروستۍ  وژنې چې طالبانو یې پړه اخیستې رښتیا هم د دې ډلې کار وي، نو دې ډلې امریکا ته دا ښودلی چې ستاستو د چارواکو او سرتیرو د سترګو په وړاندې وژل کولای شو، همداسې په جوماتونو کې چاودنې کولای شو، په رڼا ورځ د خپلو نقد کوونکو او مخالفینو وژل مونږ ته آسان دي، د ولسوالیو نیول او د افغان سرتیرو کلا بندول هم کوم ګران کار نه دی، او تاسې خپله اقرار کړی چې «طالبان دا جګړه نه بایلي»!  نو تاسې بله لار نه لرئ که وغواړو له ډېر امتیاز سره به سوله وکړو، کنه جګړې ته دوام ورکولای شو.

د افغانستان له جګړې ستړې امریکا د خپلو ګټو لپاره ښايي د طالبانو ډیرې هغه غوښتنې ومني چې پخوا د افغانستان په زیان بلل کېدې.

 دا ښکاره ده چې مونږ په هر قیمت چې وي؛ سوله غواړو!

 خو د افغانستان برخلیک په اړه اندیښنې شته:  آیا هر څه له صفره پیلیږي؟ نظام، اساسي قانون، ټاکنې او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې او پرمختګونه به څنګه شي؟ آیا افغانستان به بیا اتلسمې پیړې ته ورګرځي؟ او که د طالبانو جګړه ختمیږي نو کومه بله پروژه خو نه پیلیږي؟

 دا پوښتنې به راتلونکې وخت ځواب کړي!

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com

80%
Awesome
  • Design