fbpx

طالبانو د کریم خلیلي خبرې رد کړې

وسله والو طالبانو د سولې عالي شوار د ریس د ورستیو خبرو په اړه غبرګون ښودلی.


طالبانو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي ، تراوسه یې له افغان حکومت سره کوم تماس نه دی نیولی.

طالبانو وايي چې خلیلي ویلي ګنې له طالبانو سره ویډیوي تماسونه لري او لیکونه یې سره تبادلي کړي چې طالبان یې له حقیقت لرې بولي.

طالبانو ویلي چې دوه هغه جعل کران هم نیولي چې ځان یې افغان حکومت ته د طالبانو استازي معرفي کړي وو.

طالبانو ویلي چې دغو کسانو له افغان دولته امتیازات هم ترلاسه کړي دي.

د ښاغلي خلیلي په خبره، طالبانو یو لیک ورلېږلی او په هغه کې یې د لومړي ځل لپاره د سولې له عالي شورا سره د سولې د خبرو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

وړاندې تر دې د د سولې عالي شوار د مشر کریم خلیلي ویلي وو«موږ ته د طالبانو د کوټې د شورا له لوري  ویدیويي پیغام هم رالېږل شوی او په هغه کې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو د یوه شرط په توګه د بندیانو د خلاصون غوښتنه شوې ده.»

نوموړی ویلی و چې، طالبانو یو لیک ورلېږلی او په هغه کې یې د لومړي ځل لپاره د سولې له عالي شورا سره د سولې د خبرو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.