fbpx

هند په نړیوالو بازارونو کې د خپلې ونډې د ډېروالي په اړه غور کوي

هندي چارواکي وايي غواړي په نړیواله سوداګرۍ کې خپله ونډه ډېره کړي. د هند د سوداګرۍ اواقتصاد د برخې چارواکو ویلي، هند غواړي په نړیوالو بازارونو کې له امریکا او چین سره د سیالۍ تر څنګ دغو دواړو هېوادونو ته هم خپل صادرات ډېر کړي.

 د هندي چارواکو په وینا هند یو له هغو هېوادونو دی چې په ګڼو برخو کې پراخ تولیدات لري، خو له ځینو ګاونډیو سره ستونزې لرل یې ددې سبب شوي چې نړیوالو بازارونو ته یې صادرات کم وي. سرچینه وايي هند کوښښ کوي چې په راتلونکي ۲۰۱۹ کال کې په نړیوالو بازارونو کې خپله ونډه ډېره کړي او د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي.

 هند وايي چې غواړي تر ډېره اغوستنتوکي، خوراکي توکي، کیمیاوي او ورته نور توکي نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.