fbpx

پر بشري جنایتونو د تورن قومندان پر ضد او ملاتړ پراخل لاریونونه روان دي


په ميدان وردګو ولایت کې سلګونو کسانو د دغه ولايت د نامسووله وسله‌وال علي‌پور پر ضد لاريون کړی، او ويلي يي دي چې حکومت باید پر بشري جرمنونو او د بیګناه انسانانو پر قتل دغه تورن کس محاکمې کړي، د لاریون ګډون والو مرګ پر زورمندانو او جنایتکارانو شعارونه ورکول او د حکومت دا ډول کړنې يې د ستایلو و بللې.
د لاریون ګډون والو له حکومت نه و غوښتل چې ‎د میدان وردګو او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د پاته زورمندانو لمن هم ور ټوله کړي او د قانون منګلو ته دې يې وسپاري.
همدارنګه نن په کابل کې یو ځل بیا هم د علي پور پر ملاتړ د تاو تریخوالي ډک لاریون روان دی، خلک له کورنو نشي وتلی او د ښار ډېرې برخې د ترافیکو پر مخ تړلي دي.
علي پور پرون یکشنبه د کابل د ۱۳ مې امنیتي حوزې اړوند د شت برچي د قلعه قاضي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.
د هغه تر نیول کېدو وروسته  ګڼو هزاره توکمو د پولیسو او حکومت پر ضد لاریونو نه پیل کړل، د لاریون په اږدو کې يې د پولیسو پوستې وسوځولې او شاوخوا ۲۰ پولیس يې ټپيان کړل.
علي پور د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی او په همدې ولسوالۍ کې د پاڅونوالو قوماندان دی، د نوموړي په اړه ویل کیږي چې د استاد محقق یو له باوري قومندانانو او کسانو څخه دی.