fbpx

فاریاب کې د سولې لپاره د افغان ښځو غونډه وشوه

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع غونډه په فاریاب ولایت کې د دې ولایت د والي، د سولې عالي شورا د غړې، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارې، د کابل د ټولنیزې سولې کمېټې استازې، د فاریاب د ښځو چارو رئیسې، د ولایتي شورا رئیس او د فاریاب د شاوخوا ۷۰۰ ژمنو ښځو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، ګډونوالو او پنلېستانو د ښځو له لیده د سولې په اړه، د ټولنیزې سولې په عامولو او ټینګښت کې د هغوی پر رول او د سولې په مذاکراتو کې د افغان ښځو د وروستیو څو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې، بحث او خبرې وکړې.
ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د افغانستان اساسي قانون د افغان ښځو د ټولو مدني حقونو د ساتنې او تأمین ضامن دی او په هېڅ صورت د بحث او مذاکرې وړ نه دی.
د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع غونډه، د سولې لپاره د فاریاب د ښځو د اعلامیې په لوستو پای ته ورسېده.