fbpx

ولسي جرګې د پرونیو لاریون کوونکو کړنې وغندلې

نن دد ولسي جرګې ګڼو غړو په کابل کې د پرونیو لاریون کوونکو کړنې وغندلې او هغه یې د حکومت پر وړاندې ښکاره بغاوت وباله.

د یادې جرګې غړو پر حکومت غږ وکړ، چې که د غیر مسوولو وسله والو نیول شوی قومندان علي پور مجرم وي نو ژر تر ژره یې دې محاکمه کړي.

د غیر مسوولو وسله والو قومندان علي پور چې په جنګي جنایتونو تورن دی پرون د ملي امنیت د ځواکونو له لوري په کابل ښار کې ونیول شو.

د ولسي جرګې غړې آرین یون د یادې جرګې د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل، چې حکومت د عاشورا ورځې د امنیت تر نامه لاندې کابل کې هزاره مېشتو وګړو ته وسلې وېشلې وې.

د نوموړې په خبره دغه وسلې بېرته ټولې نه شوې او له همدې وسلو په استفاده، پرونیو لاریون کوونکو په کابل ښار کې ډزې کولې او د کابل ښاریانو ژوند یې تریخ کړی و. نوموړې له حکومت وغوښتل چې د یوه منظم پلان له مخې دې په کابل او شاوخوا سیمو کې له ټولو کسانو وسلې راټولې کړي او هغه کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري چې له دې وسلو یې ناسمه استفاده کړې ده.

یاده دې وي چې پرون په کابل کې هزاره مېشتو وګړو د قومندان علي پور نیول په غبرګون د لاریون تر نامه لاندې په کابل ښار کې ګډوډي جوړه کړه او خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.

 نن هم د کابل ښار د میرویس میدان او دشت برچي سیمو په شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي او هټۍ تړلې دي.

 

Loading...