fbpx

د ولسشمرۍ ټاکنو د ځنډ طرحه وړاندې شوه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو د راتلونکو ولسشمریزه ټاکنو د ځنډ طرحه له سیاسي ګوندونو، د ټاکنو له څار بنسټونو او مدني ټولنې غړو ته وړاندې کړه.
 دغه طرحه د کمېسیون چارواکو له خوا د ټاکنو د ملي ناست تر عنوان لاندې غونده کې وړاندې کړه.

یاده غونډه د ولسمشرۍ ټاکنو د مهال وېش په اړه د سیاسي ګوندونو، د ټاکنو د څار بنسټونو او مدني ټولنو د نظرونو د راټولولو په موخه کابل کې د ټاکنو په کمېسیون کې جوړه شوې وه.

په دغه طرحه کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې ۲۲ مه ټاکل شوې، چې ورسره یو ځای د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شورا ګانو او غزني ټاکنې هم په نظر کې نیول شوې.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي سید حفیظ الله هاشمي په دې غونډه کې وویل، چې د ټاکنو په تړاو په یاده طرحه کې ۱۰ موارد په نظر کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا په دې طرحه کې د مرغومې میاشتې له ۲۱ د سلواغې تر ۱۸ مې پورې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې، د رایه ورکوونکو د نوملړ خپروای د کب ۱۵ مه، د څلور واړه ټاکنو د نوماندانو نوم لیکنه د سلواغې له ۱۵ مې د کب تر ۵ مې، د نوماندانو وروستي نوملړ خپراوی د غوايي ۱۵ مه، د نوماندانو له پاره د اعتبار پانې د صادرول د مرغومي له ۱۱ مې د چنګاښ تر ۱۱ مې، د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پیل له غوايي له ۲۲ مې د چنګاښ تر ۱۹ مې، د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنیزو مبارزو پیل په ترتیب سره د غبرګولي له ۳۱ مې د چنګاښ تر ۵ مې او د چنګاښ تر ۱۹ مې او د څلور واړه ټاکنو د ترسره کېدو ورځ د چنګاښ ۲۲ مه په نظر کې نیول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې طرحې سره سم د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د ۱۳۹۸ کال د لړم ۱۰ مه نېټه ټاکل شوې ده.