fbpx

د جنرال عبدالرازق په ترور کې يو شمېر کورنۍ کړۍ هم لاس لري.

د کندهار د ولایت مقام د وروستي پيښي په اړه د ولسي جرګې د څېړونکي پلاوي غړي وایي، چي د کندهار د وروستۍ پيښي په اړه یې پلټني اتیا سلنه بشپړي سوي دي او د ملي امنیت د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به يې پايله اعلان سي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال همايون همايون او د جرګې غړي حميدزي لالي نن کندهار کې د قومي مشرانو او مخورو يوې غونډي ته وویل، چي د جنرال رازق په ترور کي د سيمي د استخباراتو په ګډون ځيني کورنۍ کړۍ هم لاس لري خو دوی د کوم چا نوم ياد نه کړ.
دوی په دغه پېښه کي د نړيوالو ځواکونو لاس لرل  رد کړل.
د غونډي ځینو نورو برخوالو شیدا محمد ابدالي او تورن نېک محمد بيا له افغان دولت او نړيوالي ټولني څخه وغوښتل، چي د افغان سولي د پروسې د پرمختګ لپاره سويلي ولایتونو کي د جنرال رازق له تجربو څخه ګټه واخلي.