fbpx

دوستم د علي پور د نیولو په اړه غبرګونو وښود

د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوست د قوماندان علي پور د نیولو په اړه غبرګونو وښود.

جنرال دوستم د یو خبرپاڼه په خپرو سره د قوماندان علي پور نیول کیدل او د پاڅونوالو د نورو قوماندانانو په وړاندې د امنیتي بنسټونو ورته چلند نامناسبه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا کار به د حکومت او ولس په ګټه نه وي.

هغه زیاته کړه، چې د قوماندان علي پور نیول کیدل به په غور ولایت کې د ناامنی د زیاتوالي لامل شي ځکه قوماندان علي پور د ترهګرو په وړاندې په ډیره میړانه وجنګیده.

نومړی همداراز اړه وویل، چې تجربې ښودلې چې د ترهګرو او د ولس د دښنمانو ضد قوماندانانو نیول کېدل د هېواد د امنیتي وضعیت د لا خرابوالي لامل ګرځي.

د جنرال دوستم په وینا، د قوماندان قیصار تر نیول کیدو وروسته په فاریاب ولایت کې څه باندې ۱۰۰ کلي د ترهګرو او دښمنانو لاس ته لوېدلې دي.