fbpx

شکيله ناز تر (۲۷) کلن ځنډ وروسته سندرې وايي

شکيله ناز د پښتو موسيقۍ يو وتلی او نه هېرېدونکی نوم چې د پښتو موسيقۍ ته يې په ښځينه غږ کې داسې ښکلا ورکړې وه چې تېر (۲۷) کلونه يې تشه احساسېده.

شکیله ناز چې کله واده شوه، نو په کال (۱۹۹۱م) کال کې یې د سندرو نړۍ پرېښوده، خو اوس يې د (نوي ژوند) په نامه پر يو سندريز البوم کار روان کړی چې ډېر ژر به يې مينه والو ته وړاندې کړي.

شکيله ناز د خپل نوي البوم په اړه وايي: ((په دې البم مې دومره خواري کړې چې په لوی رب مې باور دی، د تېرو وختونو شکیله ناز به درڅخه هېره کړي او یوه نوې شکیله ناز به مو په ذهنونو نقش شي.))

شکيله ناز د خپل راتلونکي البوم په اړه ډېره باوري ده او وايي چې د مينوالو په زړونو کې به حتمي ځای پیدا کوي، شکيله ناز وخت پر وخت پر خپله فيسبوکپاڼه د دغې البوم ځينې مواد نشروي.

شکيله ناز د دې البوم د شاعرۍ انتخاب په اړه وايي: ((زما کوشش به هم دا وي چې زه معیاري او داسې مقصدي کلامونه ووایم چې د امن، مینې ، انسان دوستۍ، محبت، یووالي او خوشحاله ژوند درس ورکوي، خو دا حقیقت هم د نظرانداز کولو نه دی چې اوس زمانه ډېره بدله شوې ده ، د نن دور د زلمو او پېغلو د موسیقۍ ذوق د (۹۰)يمې لسیزې څخه مختلف دی، ځکه نو زه به کوښښ کوم چې د خپلو زړو مینه والو د ذوق ترڅنګ د نن دور د پېغلو او د زلمو د موسیقۍ د ذوق هم پوره پوره خیال وساتم.))

شکليله ناز د (۱۹۶۹)م کال، مارچ مياشتې پر (۳)مه نېټه د پښتونخوا به مردان سيمه کې زېږېدلې او تر (۱۲) ټولګي يې زده کړې کړې دي.