fbpx

علي پور د سرور دانش پر امر له بند څخه ازاد شو

په جنګي جنايتونو تورن قومندان (علي پور) چې څه موده وړاندې د ملي امنيت له لوري په کابل کې نيول شوی و، د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش په امر له بند څخه ازاد شو.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش پر خپله فيسبوکپاڼه د نوموړي د راخلاصېدو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د کورنیو چارو وزارت ويلي و: د ناقانونه وسله والو قومندان علي پور چې په بیلابیلو جرمونو تورون دی، تر څېړنو لاندې دی او ډېر ژر به یې دوسیه لویې څارنوالۍ ته وړاندې شي.

د علي پور په ملاتړ لاریون کوونکو دولتي تاسیسات سوځولي و او د پولیسو پر وړاندې یې له هغو وسلو کار اخیستی و چې د عاشورا د مراسمو د امنیت لپاره پر دوی ویشل شوې وې.  په دې ډزو کې نږدي (۵۰) پولیس ټپیان شوي دي.

همدا شان ملي امنیت د یوې اعلامیه په خپرولو سره ویلي و چې قومندان علي پور یې له ځمکو لرونکو څخه د باج اخیستنې، د وسلو د سوداګرۍ، د نامسوولو وسله والو د ملاتړ او د ملکي وګړو د ځورونې په تور نیولی دی.

ملي امنیت زياته کړې وه چې پر علي پور د لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی د محاکمو کار دی، نه د نوموړي د کورنۍ، دوستانو او عادي وګړو.

همدا شان نن په ميدان وردګو کې سګونو کسانو په يوه لاريون کې د علي پور د محاکمه کولو غوښتنه کوله.