چټک عاصم منیر او ویده معصوم ستانکزی

لیکوال : نصرالله ټولواک، د نړیوالو اړیکو څېړونکی

په سیاست کې دا یو منل سوی اصل دی چې سیاسي لوبغاړي به مقابل لوري ته خپل حضور او تحرک ښیي، تر څو هغه حساب پرې وکړي او پښې ترې ټولې کړي. لږ تر لږه په افغانستان کې په وار وار دا تجربه سوې چي تر هغو چې د افغان امنیتي ځواکونو په یوې محاصره سوې پوستې کي «یوه» افغان سرتېري هم خپل حضور مقابل لوري ته ښودلی چې ګواکې دی لا سته او مقاومت کوي نو د مقابل لوري لسګونو او آن سلګونو جنګیالیو هم هغې پوستې ته د نږدې کیدو جرئت نه دی کړی. خو برعکس يې د افغان پوځ او پولیسو تلفات ډېر کله د هغوی د ناغېړۍ، خوب او مسمومیت له امله پېښ سوي.

په سیاست او نظام کې که غواړې د دوښمن له ګوزارونو ځان وساتې نو باید هغه پوه کړې چي ستا لاسونه هم په نکریزو کي نه دي. باید غلیم پوه کړې چې که پر تا وار کوي نو وار به پرې کېږي او که تا ته تاوان رسوي نو به هغوی ته هم هرو مرو تاوان رسي. د افغانستان د پخوانیو څارګرو ادارو بریا په همدې کي وه چې که به د افغان پوځ پر پرسونل د پاکستان له لوري کوم تخریبي عملیات ترسره سول نو دوه ساعته وروسته به د پاکستاني پوځ اړوند بنسټونو او پنډغالو څخه هم خړوسکې پورته وې. همدا شان د افغانستان د وخت استخباراتو او مشرانو يې، پاکستان پوه کړی و چې که په افغانستان کې کومه صنعتي فابریکه الوزوي نو په مقابل کي به يې په پاکستان کې هم تر هغه لویه او ډېرې فابریکې الوزول کېږي. ښایي ډېرو ته داسې چارې غیري انساني او د اخلاقو خلاف ښکاره سي خو د استخباراتي جګړو هیڅ لوری هم انساني او اخلاقي اصولو ته ځان ژمن نه ګڼي، نو چې زه مړ کېږم دوی دې په سر کې مړه سي. د کوم پاکستاني وینه زما افغان تر وینې سره ده؟

دا هم ولولئ: پاکستان غواړي منظور پښتين او د هغه ملګري ووژني

په داسې یوه وضعیت کې چې ټول پوهېږو مونږ په یوې پېچلې استخباراتي جګړې کې را ښکېل یوو او دا جګړه هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي زمونږ د څارګرې ادارې ویده، محافظه کاره او نا متحرک مشر، معصوم ستانکزی یوازې مونږ ته د ترهګریزو پېښو د شهيدانو او ټپیانو آمار بیانولای سي او بس. د افغانستان خورا پیاوړې څارګره اداره د یو بولک بې کفایته او ډارنو مدیرانو په لاس کې په خپل پخواني برم او شوکت پسې افسوسونه کوي.

د ملي امنیت لوی ریاست اوسني چلوونکي او په سر کې ښاغلی محمد معصوم ستانکزی یوازې مونږ ته ویلای سي چې؛ مونږ خو د پلانکۍ او بستانکۍ ترهګریزې پېښې په اړه معلومات لرل، بس یوازې مخنیوی مو يې ونه سو کړای، نو ستا دې ملا شنه سي، څه بلا وهلی یې؟

په عین وخت کې ټول شاهدان یوو چې پاکستاني استخبارات په څومره ځیرکۍ او اطمینان سره په افغانستان کي خپلې طرحې عملي کوي او زمونږ د مشرانو پر بې کفایتۍ او نا اهلۍ د خوشحالۍ اتڼونه کوي.

یادښت: په پورتنۍ لیکنې کي پر افغان چارواکو او په ځانګړي ډول ښاغلي معصوم ستانکزي نیوکې د شخصي اغراضو له مخې نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو او د چارو د سمونې په موخه سوي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

هره ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.co