fbpx

د سړو سترګې ويستل پکار دي، د خپلو سترګو پرده ولې نه کوي؟

د هندي سريالونو او فلمونو ستورې ساره خان وايي، چې د سړو په سترګو پرده اچول پکار دي او سترګې ترې ويستل پکار دي، دوى ولې خپلې سترګې نه پټوي، چې موږ دې پرده کوو.

ساره خان چې په هندي سريالونو کې يې نوم ګټلى، اوس يې يوه نوې سندره د (بلېک هارټ) [تور زړه] په نوم بازار ته راغلې، چې پر دې سندره يې سختې نيوکې شوي دي. په سندره کې ساره خان په ډېرو وړو کاليو کې ښکاري، بلکې په ځينو ځايونو کې خو هېڅ کالي هم نه لري.

د سندرې د خپرېدو نه وروسته چې کله ساره خان د راکهي ساونت سره يو ځاى له رسنيو سره خبرې کولې، نو د سندرې په اړه هم پوښتنې وشوې، ساره خان په دغه مهال ډېر لانجمن ځوابونه ورکړل.

هغې وويل، سړو ته ولې نه ويل کېږي چې د سترګې پرده دې کوي؟

هغه زياتوي: ((زه له هغه خلکو دا يوه ګيله لرم، کوم چې په ښځو نيوکې کوي، هغوى ته همدا وايم چې په خپلو سترګو وشرمېږئ، هغوى دا هر څه ګوري ولې؟ داسې خلکو ته پکار ده چې پرده وکړي، موږ ولې پرده وکړو؟))

هغه وايي: ((پکار ده چې ښځو ته زيات درناوى وشي، ځکه موږ يو چې سړي زېږوو، ګني دا خلک له کومه راغلل.))

ساره خان د راکهي ساونت سره په ټوکو کې تر دې پورې وويل، چې د سړو په سترګو پرده اچول پکار دي او سترګې يې ويستل پکار دي.

ساره خان وايي چې په خپله مسلمانه ده، خو نه غواړي چې د سړو له خوا هېڅ بندېز ومني او که څوک پرې نيوکه کوي، نو هغوى دې په خپله شرم وکړي.