عامر خان له مينه والو بخښنه وغوښته

د هندي فلمونو نوموتى ستورى عامر خان دا مني چې د هغه نوى فلم ((ټهګز آف هندوستان)) ناکامه شوى دى او وايي چې د دې فلم په ناکامۍ سخت خپه دى، ځکه چې دا ځل يې خپلو مينه والو ته ښه فلم وړاندى نه کړاى شو.

په يوه غونډه کې عامر خان له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د فلم د ناکامۍ ټوله ذمه واري زه اخلم، زه فکر کوم چې دا ځل له موږ څخه تېروتنه وشوه، ګني موږ تر خپله وسه پوره هڅه کړې وه چې ښه فلم جوړ کړو.

عامر خان همدا راز زياته کړه، ځينو کسانو فلم خوښ کړى و، زه د هغوى مننه کوم، خو داسې کسان بېخي لږ و، زيات شمېر خلکو فلم خوښ نه کړ او موږ ته دا احساس شته.

دا هم ولولئ: د سړو سترګې ويستل پکار دي، د خپلو سترګو پرده ولې نه کوي؟

عامر خان له خپلو مينه والو بخښنه وغوښته، چې دا ځل يې د هغوى لپاره ښه فلم جوړ نه کړاى شو.

هغه وويل، مينه والو په ګڼ شمېر د فلم ليدو ته راغلل، خو موږ ونه کولاى شول چې هغوى ته سم فلم وړاندې کړو، زه په دې زيات خپه يم.

ياده دې وي چې عامر خان د هندي سينما هغه ستورى دى، چې وروستي فلمونه يې ټول پرله پسې کامياب شوي او آن ډېرى فلمونو يې نوي نوي ريکارډونه هم جوړ کړي دي. همدا راز د ټهګز آف هندوستان فلم نه هم مينه والو ډېرې هيلې درلودې، ځکه چې دا فلم د هندي فلمونو تر ټولو ګرانبيه فلم هم و، خو د فلم تر نندارې ته وړاندې کېدو وروسته، فلم له سختو نيوکو سره مخ شو.