fbpx

پنجابي لیجنډز لوبډلې په غوره توپ اچونې سره بری ترلاسه کړ

د لس اوریزه لیګ د دوام په (۱۴) سیالۍ کې نن شپه پنجابي لیجنډز او کیراله کینګز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووتلې په یاده سیالۍ کې پنجابي لیجنډز لوبډلې پر ( ۳۶ ) منډو کیراله کینګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

په دې سیالۍ کې پچه کیراله کینګز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه پنجابي لیجنډز په ټاکلو لس اورونو کې د( ۶) لوبغاړو په سوځېدو د (۱۰۸) منډو هدف کیراله کینګز لوبډلې ته کېښوده.

د پنجابي لیجنډز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عمر اکمل (۳۰) منډې مورېس( ۱۶) همدارنګه جورډن( ۲۴) منډې جوړې کړې د کیراله کینګز لپاره په توپ اچونه کې محمد نوید (۲) لوبغاړي همدارنګه سهیل تنویر او پارنېل یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

کیراله کینګز لوبډلې ټاکل شوی هدف ترلاسه نکړ او ټولو لوبډله یې پر ( ۸.۱) اورونو کې د( ۷۱ )منډو په جوړولو سره وسوځېده او سیالي یې پر( ۳۶) منډو وبایلله کیراله کینګز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې یوازې کرېس ګېل ډېرې( ۳۵) منډې جوړې کړې نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د پنجابي لیجنډز لپاره په توپ اچونه کې غوره توپ اچونه حسن خان( ۴) لوبغاړي او هندي پروین کمار (۳) لوبغاړي وسوځول.

یاده سیالي پنجابي لیجنډز لوبډلې په ښې توپ اچونې سره وګټله او بریا یې پر (۳۶) منډو ترلاسه کړه

سبا د نومبر پر( ۲۷) مه نېټه به په لس اوریزه لیګ کې دوه لوبې ترسره شي د ماښام پر مهال( ۷) بجې به په یوې سیالۍ کې راچپوت او مرتا عربینز لوبډلې سره مخ شي او د لیګ پر (۱۶) لوبه کې به د شپې پر مهال (۹:۱۵) دقیقې سیندیز او نارترن ویئرز لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ووځي