fbpx

د زورواکو نوملړ چمتو دی

د برېښنا شرکت رییس وايي، دوی د هغه زورواکو چې د برېښنا پور نه ورکوي، نوملړ چمتو کړی خو اجرائیه ریاست ترې غوښتي، چې نشر یې نه کړي.

امان الله غالب دغه څرګندونې د ولسي جرګې په عمومي غونده کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه د دغه زورواکو نوملړ موږ چمتو کړی او غوښتل مو خپور یې کړو خو اجرائیه ریاست وایي لومړی یې له دولت سره شریک کړی، موږ اوس همدا تصمیم نیولی چې دغه نوملړ د یوه مکتوب په ترڅ کې له حکومت سره شریک او وروسته خپور کړو.

غالب د کابل برېښنا او ځینو نورو ولایتونو د برېښنا د ستونزو په اړه زیاته کړه، چې د برېښنا پرچوي کمه شوې، خو ستونزه په مکمل ډول تر اوسه نه ده حل شوې.

دی وايي په داسې حال کې، چې د ژمي موسم دی او د برېښنا لګښت هم زیات شوی خو بیا هم د برېښنا پرچوي تر ۴ ساعتونو زیاته نه وي.

د برېښنا د شرکت د رییس په وینا دا مهال کابل ۶۲۰ میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دی، خو برېښنا شرکت اوس ۲۵۸ میګاواټه وارداتي برېښتا او له ۶۰ تر ۷۰ میګاواټه پورې داخلي برېښنا په واک کې لري، تر څو د کابل ښاریانو ستونزې پرې حل کړي.