fbpx

لغمان کې له ۷۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

چارواکي وايي چې د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو ریاست له لوري له ۷۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د یوې میاشتې د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د یاد ولایت له مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له داخلي بې ځایه شویو کډوالو کورنیو سره د دغې مرستې ویش د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ په لاسونو وشو، چې پرمهال یې ددفتر رییس فرید احمد مارزک او د کډوالو ریاست مشر شاکر الله شاکر هم ګډونوال و.

خبرپاڼه وايي د لغمان ولایت د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو رییس شاکر الله شاکر په وینا چې نن یې له ۷۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د یوې میاشتې لپاره د خوراکي توکو د مرستې د ویش لړۍ پیل کړه چې په لړ کې یې ۲۴ کورنۍ له کونړ ولایت څخه را کډه شوې دي.

دغه مرستې د خوراک نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شوې چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه، ۷ کیلو دال، ۸ کلیو غوړي او ۳۰ پاکټه ککو بیسټ ورکړل شول.

  محمد اصف ننګ وايي چې داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته یې په بیلا بیلو برخو کې مرستې برابري کړي دي.

د ننک په خبره، دوی هڅه کوي چې له یوه لوري ټولو بې ځایه شویو کورنیو ته اسانتیاوې برابر کړي چې خپلو سیمو ته ستانه او ترڅنګ ورسره په بیلا بیلو برخو کې لازمې مرستې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې له دغو کورنیو سره نغدي مرستې هم ترسره شوي دي.