fbpx

افغانستان کې سوله غواړو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي نور په خپله خاور پردۍ تپل شوې جګړې مخ ته نه وي او افغانستان کې له سولې سره مرسته کوي.

عمران خان شمالي وزیرستان ته تللی او دغه څرګندونې یې هلته د شمالي او جنوبي وزیرستان له قومي مشرانو سره د یوې غونډې پر مهال کړې .

عمران خان زیاته کړې، چې که په پاکستان کې تل پاتې سوله غواړو نو د افغانستان د سولې په برخه کې هڅې او په دې هېواد کې سوله ضروري ده.

د هغه په وینا پاکستان کې د سولې له پاره باید په افغانستان کې سوله وشي او دوی د دغه هېواد د سولې په پروسه کې له نورو سره په ګډه هڅې کوي.

عمران خان ټینګار کړی، چې پاکستان پر خپله خاوره تپل شوې جګړه کړې خو نور به یې هېواد به په راتلونکي کې پر خپله خاوره دا ډول جګړه ونه ‌کړي.