fbpx

۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

افغان ځواکونو بلخ ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د ۲۰۹ شاهین قول اردوڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د نوید ۲۵ عملیاتو په لړ کې افغان ځواکونو د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه عملیات د چهاربولک په زېکزېک او نوارد زېکزېک کلیو کې تر سره شوي، چې پر مهال یې د BM1 یو عدد سرګلوله او یو ماین هم د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او شنډ شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.