fbpx

جوزج پاپاد دروغ ویلو په جرم په بند محکوم شوی

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو پخوانی جوزج پاپا- دوپولوس د دروغ ویلو په جرم په بند محکوم شوی .

جوزج پاپا- دوپولوس په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار وو.

نوموړی د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او مسکو تر منځ د مشکوکو اړیکو د قضیې په اړه د ځانګړو تحقیقاتو په لړ کې په حبس محکوم شوی دی.

جوزج پاپا- دوپولوس وروسته له هغه په حبس محکوم شو چې د خپلو تماسونو په اړه یې «FBI» یا د متحد ایالاتو د تحقیقاتو فدرال ادارې ته په دروغ ویلو اعتراف وکړ.

قاضي پرون د برآت لپاره د هغه وروستۍ غوښتنه هم رد کړې