fbpx

علي پور به د خپلې دوسیې د بشپړیدو پورې په کابل کې پاتې شي

 راپونه وايي چې قومندان علي پور له حکومت سره تر یوې ژمنې وروسته د سرور دانش په تایید او د نورو هزاره قومي مشرانو په ضمانت له بنده خلاص شوی دی.

نوموړي ویلي چې خپلې وسلې به حکومت ته سپاري، د ټولو تورونو په اړه به محکمې او څارنوالۍ ته حاضرېږي، خپل غیر مسوول وسله والو به د حکومت په چوکاټ کې راجستر کوي، غیر قانوني کړنې به پای ته رسوي، په تجمعاتو او غونډو کې به ګډون نه کوي، د حکومت تر پرېکړې پورې به له کابل ښار نه وځي او خلک به د حکومت پر ضد لاریونونو او نورو ورته تحرکاتو ته نه هڅوي.

 پر دغه لیک، غیر مسوول وسله والو قومندان علي پور، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د هزاره قوم یو شمېر مشرانو لاسلیکونه کړي دي او د هغه ضمانت یې کړی.

قومندان علي پور درې ورځې وړاندې په کابل ښار کې ونیول شو. هغه د غیر مسوولو وسله والو قومندان دی، چې په غلا، وژنو، د غیر قانوني زندانونو په لرلو، باج اخیستنې او نورو غیر قانوني کړنو تورن دی.