fbpx

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې لسګونو فابريکو بېرته پر کار پیل وکړ

له نغلوبرېښنا کوټ څخه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته د لېږدول شوې برېښنا مزي څه موده وړاندې د لغمان ولایت د بادپښت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو مخالفینو له لوري پرې شوي وو، چې د استوګنو  ترڅنګ یې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې لسګونه صنعتي فابريکې هم په ټپه درېدلې وي او په پايله کې يې خلکو ته ډېر مالي زیانونه واړول.

د دې تر څنګ په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د کارخونو د بندښت له امله بېکاري هم زياته شوې وه او ګڼ شمېر کسان د بېکارۍ له امله په کورونو ناست و.

د برېښنا د ستونزې د هواري لپاره په ننګرهار کې د تحسن خېمې ودرول شوې، لاريونونه وشول، خو بيا هم دغې ستونزې شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

ياده ستونزه تر اوږد ځنډ وروسته د سیمې د قومي مشرانو په منځګړیتوب حل کړشوه او د یادو ولایتونو د استوګنو د کورونو د روښانېدو سره سره په دغو ولایتونو کې په لسګونه صنعتي فابریکو یو ځل بیا خپل فعالیت پیل کړی چې په سلګونو خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوه.