fbpx

طالبانو په بګرام هوايي ډګر راکټي برید کړی

امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بګرام هوايي ډګر راکټي برید کړی خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پروان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ضیاالرحمان فایض سیدخیلي رسنیو ته وویل، چې طالبانو تېره شپه پر بګرام هوايي ډګر توغندي ویشتلي دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو د قلعه نصروي له کلي پر هوايي ډګر راکټ ویشتي، چې هدف ته تر رسېدو وړاندې د بهرنیو ځواکونو له خوا شنډ کړای شوي دي.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې په دې برید کې یې امریکايي ځواکونو ته مرګ  ژوبله اړولې.