fbpx

د خونړیو بریدونو مخه نیول شوې

د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په کندهار ولایت کې هم د څو خونړیو ترهګریزه بریدونو مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې  راغلي چې پولیسو په کندهار کې ۱۴ کړۍ بېلابېل ماینونه او دوه کړۍ لاسي بمونه کشف او شنډ کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، کندهار پولیسو دغه چاودېدونکي توکي پرون د ښار په ۱۵ مه امنیتي حوزه کې کشف او شنډي کړای شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ترهګرو غوښتل د دغه ماینونو او بمونو پر مټ په کندهار ښار کې خونړۍ پېښې رامنځ ته کړي خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې موخې شنډې کړای شوې.

بل خوا خبرپاڼه وايي، په کندهار ولایت کې دوه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه طالبانو غوښتل د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د مندي کارېز په سیمه کې د سړک د غاړې ماینونه کېږدي، چې خپله پرې چاودلي او وژلي یې دي.