fbpx

د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د جیونوا کنفرانس پیل شو

د راپورونو له مخې د سويس په ژنيو ښار د جينوا کنفرانس د سولې او ثبات په برخه کې له افغان دولت او خلکو سره د نړيوالې ټولنې د پيوستون په موخه  نن پيل شو.

د افغانستان د ماليې وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې ناسته کې د ګډې همغږۍ له لارې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر ژمنو يو ځل بيا ټينګار کېږي.

خبرپاڼه کاږي، په جينوا کنفرانس کې به د اصلاحاتو په برخه کې د افغان دولت د پرمختګونو له ارزونې علاوه د بدلون لسيزې د پاتې کلونو« ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۲۴»  لپاره لازم تياری ونيول شي.

 د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د متقابل ځواب ورکولو تر چوکاټ لاندې د ترسره شوو ژمنو راوستل، د افغانستان تر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د پاتې کليدي دندو روښانه کول، په سيمه ييزو اړيکو د تمرکز زياتول، له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۰ کاله د مرستندوی کنفرانس د ترسره کېدو د موخو روښانه کول او د راتلونکي انتخابي حکومت لپاره چې د حکومت دوره يې د بدلون لسيزه پای ته رسوي د يوې لارې د طرحې وړانديز له يادو پنځو کليدي موخو دي.

یاد وزارت وايي، په دې ناسته کې به د ولسمشر محمد اشرف غني، اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني، د اقتصاد وزير مصطفي مستور، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرسته حسينه صافۍ، د ملي امنيت مشاور حمدالله محب، د ځينو وزارتونو مرستيالان، د خصوصي سکتور استازي، د مدني ټولنې بنسټونه او رسنيو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان ګډون وکړي.

په دغه کنفرانس کې به د ۶۲ کليدي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د مرستندويه ادارو ۳۵ صلاحيت لرونکي استازي چې له افغانستان سره مرسته کوي، ګډون وکړي.