fbpx

سنيل لامبا: ترهګر ټول په پاکستان کې روزل کېږي

د هند د سمندري ځواکونو مشر ايډمرل سنيل لامبا وايي، چې ترهګر ټول په پاکستان کې روزل کېږي او په پاکستان کې دوى پناه ځايونه لري، چې د پاکستان حکومت او استخبارات يې ساتنه کوي.

سنيل لامبا له يوې رسنۍ سره په ٢٠٠٨ کال کې په ممبيي کې د شوو بريدونو په اړه خبرې کولې، ويل کېږي چې ياد بريدګر د سمندر له لارې ممبيي ته ورغلي و او هلته يې ډېرى خلکو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هند د سمندري ځواکونو مشر وايي، چې په ٢٠٠٨ کلونو کې د هند سمندري ځواکونه کمزوري و، له يادې پېښې وروسته دوى ډېر پرمختګ کړى دى او په خپل سمندر کې يې اوس پوره کنټرول دى.

هغه وايي چې سمندري لارې ته يې سخت امنيت نيولي دي او په دې لړ کې يې نور ډېر تدابير هم په پام کې شته، چې يو شمېر يې دولت هم ورته منظور کړي دي او د دې لارې په امنيت به نور هم زيات کار وکړي.

د هند په ممبيي کې په ٢٠٠٨ کې شوو بريدونو نه وروسته د هند په سمندري ځواکونو زياتې نيوکې کېدې، خو اوس د هند سمندري ځواکونو مشر ولس ته ډاډ ورکړى، چې بيا به هېڅ کله هم داسې پېښه ترسره نه شي.

هغه همدا راز ويلي دي، چې نه يواځې دا چې د ٢٠٠٨ کال ټول بريدګر په پاکستان کې روزل شوي و، بلکې په پاکستان کې اوس هم ترهګر روزل کېږي او دغلته پناه ځايونه لري.