د ملېزيا سپين ږيري پاچا د ٢٥ کلنې روسۍ پېغلې سره واده وکړ

د ملېزيا ٤٩ کلن پاچا د ٢٥ کلنې روسۍ پېغلې سره واده وکړ، چې نوموړې د ماسکو د ښکلا جايزه هم ګټلې وه.

پنځه ويشت کلنه اوکسانا وويي ووډينا په ماسکو کې پچا محمد پنځم ته واده شوه، له دې مخکې نوموړې اسلام قبول کړى و او له اسلام قبلولو وروسته يې رېحانه نوم په ځان ايښى و.

د ملېزيا له پاچا سره تر واده کولو وروسته اوس هغې د لومړۍ مېرمنې نوم هم اعزاز هم ترلاسه کړ، خو تراوسه پورې دا نه دي ويل شوي چې دواړو په لومړي ځل چېرته او کله وليدل.

د ماسکو په يوه تالار کې د واده خوندور پروګرام ترسره شو، چې پکې حلاله غوښه خلکو ته وړاندې شوه او په شرابو پکې بندېز لګول شوى و.پاچا او روسۍ پېغله واده

د خپل واده پر مهال روسۍ پېغلې وويل، چې هغې غوښتل چې خاوند يې پېسه داره وي او په کومه لويه دولتي څوکۍ دنده ترسره کوي.

د کوالالمپور د يوې ورځپاڼې د يو راپور تر مخه، د ماسکو د ښکلا ګټونکې اوکسانا د اپريل په ١٦، کال ٢٠١٨ کې مسلمانه شوې وه، چې له مسلمانېدو وروسته يې په حجاب کې اخيستل شوى يو انځور هم په ټويټر خپور کړى و.