fbpx

د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی.

زابل کې یو پاکستانی چې وسلوالو طالبانو ته یې په دغه ولایت کې مالي امکانات برابرول ونیول شو.
د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار وایي چې دغه کس په دې وروستیو کې د دوی تر تعقیب لاندې و چې نن په یو لڔ اوپراتیفي عملیاتو کې د دوی لخوا نیول شوی.

مایار وايي چې مشکوک نیول شوی د پاکستان تبعه دی او په زابل کې یې وسله وال طالبان تمویلول.

یاد کس په خپل جرم اعتراف کړی او اوس مهال د پولیسو تر څیڔنو لاندې دی.