fbpx

سترې محکمې لسګونه قاضیان، څارنوالان او کمېشنران د فساد په تور قانون ته سپارلي

د سترې محکمې مسولین په داسې حال کې د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې او د ژورو اصلاحاتو راوستو خبره کوي، چې لا هم په ځینو ولایتونو کې خلک پر عدلي او قضايي مرکزونو د بې  باورۍ له امله پر وسلوالو طالبانو خپلې قضيې خلاصوي.

د سترې محکمې ویاند د یوې خبرې ناستې په لړ کې وویل، د فساد پر وړاندې مبارزه يې په لومړیتوب کې ده او په دې اړه يې فساد کې ښکېل (۲۷۴) لوړپوړي او ټیټ پوړي کسان قانون ته سپارلي او (۱۶۳) نور يې مجازات کړي.

د محکمې مسولین وايي، قضیو ته يې د ژر رسېدنې په برخه کې په برېښنايي سیستم کې اسانتیاوې راوستي او تر څنګ يې ژور اصلاحات راوړي دي.

د مسولینو په خبره په (۲۲) ولایتونو کې محکمې شتون لري او ټاکل شوې راتلونکو کلونو کې په ټولو ولایتونو کې جوړې شي، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

د سترې محکمې ویاند په باور په محکمه کې، چې (۲۷۴) کسان تازه ګمارل شوي له ډلې يې (۲۳) سلنه مېرمنې جوړوي او په دې اداره کې د مېرمنو ګمارنه يې په لومړیتوب کې دی.