نصيبه بدلوم دې، قبلومه خو دې نه \ منظور پښتين

دا ليکنه تر اخره ولولئ، تر څو په پرله پسې لوبېدونکې لوبه باندې پوه شئ.

نه خو دا کوم اتفاق دى او نه هم کومه آوازه، راځئ چې ځمکني حقيقتونه وګورو.

کله چې په ٢٠٠٤ کال کې ټاکنې وشوې، نو وويل شول چې د هېواد (پاکستان) خزانه بېخي تشه شوې ده او بيا په هېواد (پاکستان) کې چاودنې پيل شوې، د عملياتو لپاره لاره جوړه شوه او بيا په فاټا (قبايلي سيمه) کې يو دوه عملياتونه پيل شول او له امريکې څخه ډالر راغلل او قومي خزانه ډکه شوه. په ٢٠٠٧ کال کې وويل شول چې د ترهګرو ملا مو ماته کړه او حالت اوس د پخوا په څېر نه دى پاتې.

بيا په ٢٠٠٨ کال کې ټاکنې وشوې او بيا وويل شول چې د هېواد خزانه بېخي تشه شوې ده، بيا په ٢٠٠٨ کال کې د چاودنو لړۍ تېزه شوه، د عملياتو لپاره ماحول جوړ شو او له هغه وروسته (آپريشن راه راست) [د سمې لارې عمليات) او (راه نجات) [د نجات لار] عمليات پيل شول او بيا د امريکې له خوا ډالر رواروان شول او بيا خزانه ډکه شوه او په ٢٠١٢ کال کې دا دعوه وشوه، چې د ترهګرو ملا مو ماته کړې ده او اوس حالات بېخي ښه شوي دي او د پخوا په څېر نه دي.

دا هم ولولئ:

پاکستان غواړي منظور پښتين او د هغه ملګري ووژني

پاکستان پښتانه له افغان ميډيا منع کوي

پاکستان ولې ډېورنډ کرښه توده ساتي؟پاکستان فوځ ۲

بيا په ٢٠١٣ کال کې ټاکنې وشوې او وويل شول چې خزانه خو خالي شوې ده، په ٢٠١٤ کال کې د چاودنو لړۍ تېزه شوه او د اې پي ايس (آرمي پبلک سکول) په څېر زړه بوږنوونکې پېښې وشوې، د عملياتو لپاره حالات جوړ کړاى شول او همداسې (ضرب عضب) او (رد الفساد) عمليات پيل شول، بيا له امريکې ډالر راغلل او قومي خزانه ډکه شوه، بيا په ٢٠١٧ کال کې دعوه وشوه، چې د ترهګرو ملا مو ماته کړې ده او حالات اوس د پخوا په څېر دي.

بيا په ٢٠١٨ کال کې ټاکنې وشوې، وويل شول چې قومي خزانه خو بېخي تشه شوې ده او بيا د دړکو او چاودنو لړۍ پيل شوه……………

مخکې به څه کېږي؟…………… بيا هماغه کيسه؟…….

په دې ټول جنګ کې د يوې پېښې هم سمه پلټنه ونه شوه، هره پېښه وغندل شوه او تور يې په بهرنيو هېوادونو ولګول شو او ولس په دې چل دوکه کړاى شو.

چون، د پښتنو د څو سيمو نه پرته، دا ټول جنګ د پښتنو په سيمه روان و، نو په دې جنګ کې ٩٥ سلنه مالي او ځاني تاوان د پښتنو او د پښتون وطن په برخه رسېده او د هېواد په يوه بله خوا کې بيا ٩٥ سلنه پرمختګ روان و، په دغه برخه کې موټروېز (سرکونه)، اورنج لاين (رېل ګاډى)، ميټرو (بسونه) او نور جوړېدل.منظور پښتين

خو دا ځل يې په مخکې يو خنډ حتمي راغى، هغه د پښتنو د قومي غورځنګ دى، چې د پښتنو د ټولو سياسي ګوندونو او د هرې برخې نه راغونډوو شوو پښتنو په شريکه جوړ کړى دى او نور په خپله خاوره جنګ نه غواړي او د ډالرو د ګټلو لپاره چې کومه له وينو ډکه لوبه پيلوي، د هغې پر ضد دي او د پښتنو دا قومي غورځنګ د دې جنګ د بشپړ ختمولو هڅه کوي، په کوم جنګ کې چې رياست (پاکستان) ډالر ګټي.

اوس رياستي ادارې د دې غورځنګ د ختمولو بشپړه هڅې کوي، خو ناکامه دي، ځکه د دې غورځنګ يو عادي پلوي هم د رياست ادارو له دې غورځنګ شاته نه کړ، نه په دړکو، نه په زندانونو، نه په ډزو او نه په نورو درواغژنو تبليغاتو.

نصيبه بدلوم دې، قبلومه خو دې نه

ليکوال : منظور پښتون؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر

ژباړه : خبريال