fbpx

محسن داوړ: که موږ ووژل شو، ذمه وار پاکستان دى

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر او د پاکستان د پارلمان غړى محسن داوړ وايي، که په موږ کې څوک ووژل شو، نو ذمه وار به يې د پاکستان رياست وي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې د ډيوه راډيو سره کړي دي، چې کله د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر يوه اعلاميه خپره کړې وه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو ترمنځ اختلافات راغلي دي او محسن داوړ غواړي چې منظور پښتين ووژني او په پښتون ژغورنې غورځنګ باندې قبضه وکړي.

د پاکستان پوځ او استخباراتو د منظور پښتين پر ضد پراخ تبليغات پيل کړي و او په ټويټر باندې يې دا آوازه خپروله، چې افغانستان غواړي منظور پښتين ووژني او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محسن داوړ شي.

دا هم ولولئ:

نصيبه بدلوم دې، قبلومه خو دې نه \ منظور پښتين

پاکستان غواړي منظور پښتين او د هغه ملګري ووژني

د دې تبليغاتو په لړ کې محسن داوړ وويل، چې د دوى ترمنځ هېڅ اختلافات نشته او که د پښتون ژغورنې غورځنګ هر يو مشر ووژل شو، ذمه وار به يې د پاکستان رياست وي.

هغه همدا راز په ټويټر باندې يو انځور هم خپور کړى دى، په انځور کې منظور پښتين او محسن داوړ دواړه خوشحاله ښکاري او ياد انځور د محسن داوړ په واده کې اخيستل شوى دى. له دې انځور سره محسن داوړ ليکلي دي، چې د خلايي مخلوق (پاکستاني پوځ) او د دوى د تبليغاتو ډلې ته همدا يو انځور پوره دى.