fbpx

په لس اوریزه لیګ کې نارترن ویئرز لوبډلې په وروستي توپ بری ترلاسه کړ

نن په وروستۍ او د لیګ پر (۱۶) لوبه کې سیندیز لوبډله او نارترن ویئرز لوبډله د سیالۍ ډګر ته ووتل په یاده لوبه کې سیندیز لوبډلې ډېره هڅه وکړه چط لوبه وګټي خو بیا هم نارترن ویئرز لوبډلې د لوبې په وروستي توپ په وروستي لوبغاړی بری ترلاسه کړ.

په یاده لوبه کې سیندیز لوبډلې په لومړي وار توپ وهنې سره په ټاکلو لس اورونو کې (۹۱) منډې د( ۶) لوبغاړو په سوځېدو سره جوړې کړې.

د سیندیز لپاره په توب وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې شېن واټسن(۰ ۵) منډې همدارنګه محمد نواز( ۱۱) منډې جوړې کړ.

د نارترن ویئرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې انډري رسل دوه لوبغاړي همدارنګه ویجوین هم دوه لوبغاړي وسوځول .

نارترن ویئرز لوبډلې ټاکل شوی د (۹۲) منډو هدف د لوبې په وروستي لسم اور کې په وروستي توپ په وروستۍ ویکټ پوره کړ په یاده لوبه کې په یو توپ یوه منډه پاتې وه چې لېګ بای راغله او لوبه یې وګټله.
د نارترن ویئرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د نیکلاس پوران( ۱۷) ډیرن سمي (۱۴) همدارنګه راوي بوپارا هم (۱۴) منډې جوړې کړې.

د سیندیز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې اودانه ، ارچر، او بین کټېنګ دوه دوه( ۲) لوبغاړي وسوځول او په وروستي اور کې اودانا (۸) منډې ورکړې او( ۳) لوبغاړي وسوځول خو په وروستي توپ یې یوه منډه ورکړه.

یاده سیالي نارترن ویئرز لوبډلې په یوې ویکټ سره وګټله.

د یادونې وړده سبا د نومبر پر (۲۸) مه نېټه به په لس اوریزه لیګ کې دوه سیالۍ وشي په لومړۍ ماښامۍ اولسمه لوبه کې به( راجپوت) او( پنجابي لیجنډز) لوبډلې سره مخ شي
په دویمه شپنۍ او د لیګ پر اتلسمه لوبه کې به ( ۹:۱۵) بجې (مراټا عربينز) او پښتون لوبډله په سیالۍ کې مخ شي.