fbpx

افغان ملي لوبډلې په تمریناتي لوبه کې ایمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان ملي لوبډلې او ایمرجینګ لوبډلې لوبغاړي دا مهال د هند په چنای ښار کې په تمریناتو بوخت دي افغان ملي لوبډله د راتلونکې (۲۰۱۹) کال نړیوال جام او له هغې وړاندې د سیالیو لپاره په چمتوالي بوخته ده همدارنګه افغان ایمرجینګ لوبډله د سریلانکا په کوربه توب د راتلونکي ایمرجینګ جام سیالیو لپاره په یاد ښار کې په تمریناتو بوخته ده.

دواړو لوبډلو نن د تمریناتو په موخه د یوبل پر وړاندې یوه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه په یاده لوبه کې افغان ایمرجینګ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپه وهنه وکړه ایمرجینګ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په (۴۱.۱) اورونو کې ملي لوبډلې ته د (۲۲۶) منډو هدف وټاکه

د ایمرجینګ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ( ۵۸) اکرام علي خېل( ۴۷) رحمان الله ګربز (۴۳) او دروېش رسولي (۴۰) منډې جوړې کړې.

د ملي لولډلې لپاره په توپ اچونه کې وقار سلام خېل (۳) لوبغاړي همدرانګه فرید ملک، رحمت شاه او یمین احمدزي دوه دوه (۲) لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د( ۷) لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ .

د ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نجیب الله ترکي( ۵۱) حشمت الله شهیدي( ۵۰) او جاوید احمدي (۳۹) منډې جوړې کړې

د ایمرجینګ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شمس الرحمان شمس( ۳) لوبغاړي له مخې پورته کړ
د کرکټ بورډ پر وینا یاده تمریناتي لوبه د لوبغاړو د چمتو کولو لپاره ترسره شوه او د تمریناتي کمپ یوه برخه وه

د یادونې وړده د افغان ملي لوبډلې او د ایمرجینګ لوبډلې ډیری لوبغاړي د متحده عربي اماراتو لس اوریزه لیګ کې همدا مهال په سیالیو مصروف دي د لیګ پای ته رسېدو سره سم به لوبغاړي بېرته هند ته د تمریناتي کمپ لپاره ولاړ شي.