fbpx

یارمل: زابل کې به مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي

چارواکي وايي چې په زابل ولایت کې د ژوند په بیلابیلو برخو کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمیسیون غونډې په ترڅ کې، د زابل والي رحمت الله یارمل وویل: ولایتي اداره هڅه کوي، چې پدې ولایت کې مېرمنو ته ګڼې اسانتیاوي رامنخته کړي او د اقتصادي ستونزو د کموالي لپاره به یې ګڼ حرفوي کورسونه او پروژې پلې شي.
ده زیاته کړه، چې دا مهال هم سلګونو مېرمنو ته په دولتي ادارو کې د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې او هیله ده، چې دا رقم لوړ شي.
یارمل ټینګار وکړ، چې د ښځو چارو ریاست او اړوندې ادارې دې هم په دولتي ادارو کې مېرمنو ته د کارموندنې زمینه برابره کړي.
په ورته وخت کې د ښځو چارو مشرې مریم رحماني وویل: د ټولنیزو دودونو په نظر کې نیولو سره یې یو شمېر د ښځو اړوند قضیې حل کړي او لوړې قضیې یې قضایي ادارو ته راجع کړي دي.
مېرمن رحماني زیاته کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله په دې ولایت کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي او تمه لري، چې د عامه پوهاوي د کمپاینونو له لارې د تاوتریخوالي پېښې نورې هم کمې شي.

د غونډې نورو ګډونوالو هم د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو د حقونو پر ورکړې ټینګار وکړ او هیله یې وښوده، چې د هغوی د ژوندانه د کچې د لوړولو لپاره دولت لازم امکانات برابر کړي.