fbpx

د نړۍ د اقلیم بدلون افغانستان هم زیانمن کړی

امریکامتحده ایالاتو د ژنیو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې واشنګتن به د افغانستان یو له ځواکمنو همکارانو په څېر پاتې کېږي

د افغانستان په اړه د ژنف کنفرانس په لومړۍ ورځ کې په افغانستان کې د وچکالۍ پر مهال د خوړو امنیت او ژوند په اړه یوه ناسته ترسره شوه.

اجرائیه رییس، عبدالله عبدالله په دې ناسته کې خبرداری ور کړي چې د هوا بدلون په افغانستان او نورو هیوادونو کې زیات زیانونه رامنځته کړي  دي.

ښاغلي عبدالله ویلي د افغانستان ۳۲ ولایتونه د وچکالۍ له امله اغیزمن شوي دي او له دریوو میلونو زیات کسان بشري مرستو ته اړیتا لري.

ده همداراز وویل چې د اقلیم د بدلون په حال کې دی او افغانستان یې هم له پایلو بې برخې نه دی پاتې شوی.

بل خوا امریکامتحده ایالاتو د ژنیو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې واشنګتن به د افغانستان یو له ځواکمنو همکارانو په څېر پاتې کېږي.